امنیت

په وروستيو دريو مياشتوکې په هرات کې څه ناڅه ٥٠٠ تنه د جنايي جرمونو د ترسره کولو په تور نيول شوي دي

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
د هرات پوليسو له دريو مياشتو راپه دې خوا څه ناڅه ٥٠٠ تنه د جنايي جرمونو د ترسره کولو په تور نيولي دي.
دغه کسان د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو له بېلابېلو سيمو څخه د ٤٠٠ جرمي پيښو په تور نيول شوي دي .
د هرات د امنيې قوماندانۍ ويندوى سمونوال احمدي وايي چې دغه کسان ټول د دوى د دوسيو د بشپړولو په مقصد عدلي او قضايي ارګانونوته سپارل شوي دي .
احمدي وايي چې په دې موده کې د دولت ١٥ تنه وسله وال مخالفين هم د بېلابېلو عملياتو په بهيرکې نيول شوي دي.
احمدي د پنځلسو تنو تروريستانو نيول چې په هرات کې يې د شخصيتونو په ترور کې لاس درلود؛ د دغې ادارې له نورو برياليتوبونو څخه وبلل او ويې ويل چې دغه کسان له لسو کلاشينکوفونو او تومانچو سره نيول شوي دي.
دى وايي: په همدې موده کې د ترسره شويو اوپراتيفي فعاليتونو سره د دولت ١٨ تنه وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي.
ده وويل: دغو کسانو خپلې شپږ ميله وسلې هم پوليسو ته سپارلې دي .
په همدې حال کې د هرات د امنيې قوماندان ويندوى د دښمنانو د طرحو د شنډولو په خاطر د هلوځلو د زياتوالي او له هغو کسانو سره د جدي مبارزې ډاډ ورکړ چې غيرقانوني فعاليتونه ترسره کوي.
د هرات د امنيې قوماندان ويندوى دغه راز په دغو برياليتوبونوکې د خلکو د رول يادونه وکړه او د دغو همکاريو په دوام يې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته