کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٥
يوه ځوانه نجلۍ په مرموز ډول دسالنګ په لويه لاره کې وژل شوې ده .
پوليس وايي ددغې نجلۍ مړى يې چې دوه گولۍ يې په سر لګيدلې وې تيره
شپه له شمالي سالنگ څخه کشف کړى دى .
دغه نجلۍ چې هويت يې روښانه نه دى څه ناڅه شل کلنه ده او دسيمې اوسيدونکې وايي له جامو څخه معلوميږي چې دافغانستان ديو ښار ا وسيدونکې ده .
دبغلان ولايت دپوليسو يو مسوول باخترآژانس ته وويل : دوي هغه وخت ساحې ته ورسيدل چې نجلۍ مړه شوې وه .
تراوسه پورې ديرغلګرو هويت او ددغې وژنې علت روښانه نه دى . خو امنيتي مامورين وايي چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو لپاره يې هڅې پيل شوي دي .
په همدې حال کې دپلخمري ښار دمرکزي روغتون ډاکتران وايي چې ددغې نجلۍ مړى دزياتو طبي څيړنو لپاره دغه روغتون ته ليږدول شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل