خبرونهټولنهروغتیا

په خوست کې ۵ ټنه تر وخت تېر خوراکي توکي وسوځول شول

کابل، د غوایي ۲۴مه، باختر
د خوست ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مستهلکینو څخه د ملاتړ کمېسیون په تېرو پنځه میاشتو کې ۵ ټنه خوراکي توکي چې مشروبات هم پکې شامل دي د ښار اړوند بېلابېلو ناحیو څخه راټول او وسوځول شول.
د دغو توکو د سوځولو پرمهال د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د اړوند مسوولینو له هلو ځلو د مننې تر څنګ پر سوداګرو غږ وکړ، چې تر وخت تېر توکي دې خپلو هټیو کې نه ساتي او نه دې یې پر خلکو پلوري، ځکه دا جرم دی او ترې لاسته راوړونکې ګټه حرامه ده.
ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ ریس مولوي شمس الاحمد برکتیار په خپلو خبرو کې د ولایتي رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د دوی د هرې قانوني کړنې ملاتړ کوي.
نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې د شریعت په رڼا کې سوداګري وکړي او تر وخت تېرو توکو له پلورلو دې په کلکه ډډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته