نړۍ

له هند سره د پاکستان پولې ته څېرمه د سر د زيان شمېر شپيتو ته ورسيد

اسلام آباد – باختر د لړم دمياشتې ١٢
د هغه ځانمرګي بريد د سر د زيان شمېر چې تېرماښام له هند سره پولې ته څېرمه د لاهور ښارته نږدې د پاکستان په واګه سيمه کې ترسره شو؛ څه ناڅه ٦٠ ته ورسيد او په دې بريدکې نږدې ١٠٠ تنه نورهم ټپيان شوي دي.
باختر آژانس د پاکستان د جيو ټلويزيون د خبري سايت له خولې خبر راکړ:
دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې يو زيات شمېر خلک د واګه په سرحدي سيمه کې د هند د بيرغ د راښکته کولو له مراسمو څخه د ستنيدو په حال کې وو.
دغه مراسم هره ورځ د پاکستان د زرګونو تنو خلکو په ګډون د صفر سرحدي سيمې ته څېرمه پرځاى کيږي او په مقابل کې هندي لوري هم په ورته اقدام کې پولې ته څېرمه د پاکستان بيرغ راښکته کوي.
دغه مراسم نږدې په واګه سيمه کې په يوې سياحتي جاذبې بدل شوي دي او هره ورځ په زرګونو تنه د لمر لويدو په وخت کې د دغو خاصو مراسمو د نندارې لپاره واګه ته ځي.
دپاکستان دپنجاب ايالت دکورنيو چارو وزير شجاع خان زاده وويل چې ځانمرګى يرغلګر مخکې له دې چې ځان وچوي؛ په دې سيمه کې د پلټنې پوستوته ورغلى و.
دغه وزير د پاکستان د جيو له خبري شبکې سره په مرکه کې وويل چې د يرغلګرهدف پوليس و او د يرغلګر د بدن غړي د (ډي.ان.اې) د آزمايښت لپاره روغتيايي مرکز ته ليږل شوي دي .
ددغه وزير د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې له لسو څخه تر پنځلسوکيلوګرامو پورې چاوديدونکي توکي کارول شوي و او درې تنه پوليسان ، لس ښځې او اووه ماشومان د دغه بريد په قربانيانوکې شامل دي .
له دغې پيښې څخه څو شيبې وروسته د جندالله په نامه تروريستي ډلې چې زياتره د بلوچستان په ايالت کې په تروريستي اقداماتو لاس پورې کوي؛ په واګه کې د ځانمرګى بريد مسوولت په غاړه واخست.
له دې سره جوخت د پاکستان طالبانو له تحريک څخه يوې جلا شوې څانګې د جماعت الاحرار په نامه تروريستي ډلې د دغه بريد مسووليت په غاړه واخست او دا کار يې د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مليشه طالبانو پرخلاف د پاکستان د اردو د پراخو بريدونو په مقابل کې غچ اخستوونکى اقدام وباله.
هره يوه له دغو دواړو تروريستي ډلو څخه د دغه ځانمرګي بريد د ترسره کولو ادعا کوي، خو تراوسه پورې د دغه مرګاني بريد اصلي عامل مشخص شوى نه دى.
د طبي خبرځايونو د څرګندونو له مخې: د دغې پيښې د يو شمېر ټپيانو د ټپونو ژورتيا ته په پاملرنې سره د سر د شمېر د زياتوالي احتمال شته.
دپاکستان صدراعظم محمد نواز شريف او هم د تحريک انصاف ګوند رييس عمراخان دغه بريد په کلکه وغانده.
دغه راز د هند صدراعظم نريندرا مودي د يوه پيغام په صادرولو سره ، د دغه بريد دغندلو په ترڅ کې په دې پيښه کې د لسګونو تنو د وژل کيدو له امله د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.
د هند او پاکستان ترمنځ پولې ته څېرمه دغه تروريستي بريد په داسې حال کې شوى دى چې په وروستيو اوونيو او مياشتوکې د دواړو هيوادونو ترمنځ سرحدي تاوتريخوالي زور اخستى دى او دغه دواړه هيوادونه په يوبل په سرحدي سيمو په تيره بيا د کشمير په لانجمنه سيمه کې د اوربند د ماتولو تورلګوي.
ديوبل خبرله مخې: د پاکستان په کراچۍ ښار او د دغه هيواد په ځينو نورو سيمو کې د موبايل ټيلفونونو خدمتونه په لنډمهال ډول ځنډول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته