اقتصاد

افغانستان ته د پاکستان له لارې د هند د مرستې غنمو د لېږډونې لپاره د اسلام اباد موافقه

کابل / د لیندۍ ۲ مه / باختر
اسلام اباد د افغانستان له خلکوسره د هند د مرستې غنمود لېږدونې لپاره موافقه ښودلې ده.
په کابل کې د پاکستان سفيرمنصوراحمدخان وويل: هېواد يې د افغانستان لپاره دهند د مرستې غنمود لېږډولې لپاره د پاکستان له لارې اجازه ورکوي.
مخکې له دې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم ويلي وچې هېواد يې د پاکستان له لارې د افغانستان له خلکو سره د هند د مرستې غنمود لېږدونې لپاره کومه ستونزه نه لري.
خوهند وايي له زياتو هلوځلو اوله پاکستان څخه له غوښتنې سره دغه هېواد د پاکستان له لارې مرستې غنمو د لېږدونې اجازه نه دى ورکړى.
هند وايي چې په دې مرستوکې د افغانستان له اړو خلکو سره د مرستې لپاره پنځوس زره ټنه غنم شته .
په کابل کې د پاکستان سفير نن په يوتيوت کې وويل چې دغه هېواد دهند د مرستې غنموکاروانونو ته د پاکستان له لاري د تېرېدو اجازه ورکوي چې دغه مرستې د افغانستان اړوخلکوته ورسوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته