امنیت

طالبانو په ننګرهار کې يوسرحدي پوليس په ډزو سره شهيد کړ .

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
وسله وال طالبان په ختيځ ولايت ننګرهار  کې يوسرحدي پوليس له  نيولو وروسته شهيد کړ .
دغه سرتيري نن غرمه کله چې دسپين غر ولسوالۍ په سره کوته سيمه کې  خپل کورته درخصتيو لپاره تللى و دوسله والو طالبانو له خوا ونيول شو او دسيمې دلسو اوسيدونکو دسترګو په وړاندې شهيد کړ .
دننګرهار ولايت دسپين غر ولسوال قاسم خان دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې  دطالبانو له خوا په  ډزو سره   ددغه سرحدي پوليس وژل کيدل تاييد کړه .  ده وويل چې امنيتي ځواکونو ددغې پيښې دعاملينو دنيونې او  پيژندلو لپاره پلټنې پيل کړي دي
دسپين غر ولسوالۍ دديورند کرښې  ته څيرمه چيرته چې له پاکستان څخه په تروريستي ډلو پورې  دتړلو افرادو دتګ راتګ  سيمه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته