ټولنه

په تخارکې د دوو پروژو کار د خلکو له خوا د دولت په همکارۍ بشپړ شو

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٨ :
په تخار ولايت کې  دوو ټولګټوپروژو کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.
دغه پروژې د دولت ، خيريه موسسو او د خلکو په  همکارۍ جوړې شوې  دي .
دتخار والي ډاکتر ياسين  ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل :  د ښو کارونو او خلکو ته دمرستې رسولو په  لړکې او د دښمنانوله شتون څخه د خواجه غار  ولسوالۍ له پاکولو وروسته دوه ټولګټې پروژې چې د څه دپاسه اوو مليونو افغانيو په لګښت جوړې شوې دي، په رسمي ډول  پرانستلې شوې او داستفادې وړ  وګرځيدې .
د دغو پروژوپه جوړيدوسره په سلګونوکورنۍ له هغوڅخه ګټه اخلي او د موټرو  د تګ راتګ د پله او بريښنا په  برخه کې د هغوى ستونزې لرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته