کابل / د ليندۍ٢٥مه / باختر :
يو کتابتون نن د جوزجان په جيل کې جوړ شو.
د جوزجان د جيل مدير سمونمل محمد نبي متين باخترآژانس ته وويل ؛ دغه کتابتون په دغه جيل کې د بنديان دمطالعې او د زده کړې دکچې دلوړولو په خاطر جوړ شوى دى.
خبرځاى زياته کړه ، په دې کتابتون کې څه دپاسه پنځه سوه ټوکه ډول ډول کتابونه شتون لري او بنديان کولاى شي له هغه څخه ګټه واخلي .
په اوس وخت کې دشبرغان ښارپه جيل کې د٢٦ښځو په ګډون ٧٥٠ بنديان شپې سباکوي
د جوزجان د جيل مدير زياته کړه چې په دې جيل کې دبنديانو زده کړې په خاطرله څلورم ټولګې څخه تر دولسم ټولګي پورې د ليک لوست د زده کړې ښوونځى فعاليت لري او دغه راز د زده کړې په کورسونو کې بنديانو ته د تجويد ، د کمپيوټر تخنيک او د انګليسي ژبې لوست ورکول کېږي.
متين زياته کړه هغه بنديان چې زده کړې نلري دهغوى دبيا ځواکمنتيا لپاره دخياطۍ ، غالي اوبدلو، نجارۍ او نورې حرفې شته چې په سلو کې اتيا بنديان په دغو برخو کې په زده کړې بوخت دي .
پاى ذ
8 1 دقیقه لوستل