امنیت

په کاپيسا کې د ٤٦ تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دليندى  شلمه :
  ٤٦ تنه وسله وال طالبان  دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې دپوځيانو په ګډو عملياتو کې ووژل شول .
دکاپيسا دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر سمونوال امان الله باختراژانس ته وويل چې دغه عمليات دوه ورځې مخکې  په تګاب ولسوالۍ کې دګډو ځواکونو له خوا پيل شوي دي او تراوسه پورې  ٤٦ تنه وسله وال طالبان وژل شوي يوولس تنه ټپيان او پنځه تنه نور نيول شوي دي .
خبرځاى زياته  کړه چې دغه راز ددښمن يوه پيکا ، يو بم غورځوونکى اويواګه اس  دپوليسو لاس ته ورغلي دي
ويل کېږي چې په دغو عملياتو کې  تراوسه پورې پنځوس کلي دطالبانو له شتون څخه  پاک شوي دي او دغه عمليات ددغې ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته