امنیت

په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو په اډه کې ځانمرګى بريد

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٢
امنيتي مقامات وايي چې د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په اډه کې نن سهار په نسبي ډول يوه سخته چاودنه وشوه.
دغه چاودنه نن سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې وشوه او ويل کيږي چې د سر زيان يې هم اړولى دى.
دپروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي ددغه خبر په تاييدولو سره وويل : نن سهار د پنځو بجو په شاوخوا په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو په اډه کې چاودنه شوې ده چې له امله يې د سرزيان اوښتى دى خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي هم دغه چاودنه تاييد کړه خو د سر د اوښتى زيان په باب يې څه نه دي ويلي.
ښاغلي قدوسي ويلي دي: که چيرې څوک وژل شوي او ټپي شوي وي؛ بهرني ځواکونه د بګرام په هوايي ډګر کې روغتون لري، په خپله يې روغتون ته ليږدولي او درملنه يې کوي.
د پروان د ولايتي شورا منشي شمس الحق شيخاني ويلي دي چې دغه چاودنه د ځانمرګي بريد زيږنده وه .
ښاغلي شيخاني څرګنده کړې ده چې ځانمرګى يرغلګر نن سهار په پنځو بجو ځان په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو د اډې لومړۍ دراوزې ته د ډګر له کارکوونکو سره رسولى و او د پلټنې په وخت کې ځانمرګى بريد کړى دى.
د دغه ځانمرګي بريد له امله د سر د زيان د شمېر په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي.
دى وايي چې تر اوسه پورې په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو له اډې څخه کوم ټپي يا مړى نه دى ايستل شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته