امنیت

شپږ ويشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

٩- کابل /د سلواغې ١٠مه /باختر
شپږويشت وسله وال طالبان په قندهار کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول او ٨ نور طالبان ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه هغه وخت ونښتې چې يوه ډله وسله وال طالبان په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پرګزمې او په ډنډ، ميونداو سپين بولدک ولسواليو کې د افغان ځواکونو پرپوستو يرغل وکړ.
د هېواد په جنوپ کې د ميوند قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو جګړو کې ٢٦وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول .
طالبانو تراوسه په د ې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې، په قندهار کې د طالبانو جنګي وسايل کشف شول. دغه جنګي وسايل تېره شپه يو نامعلوم ځاى ته لېږدول کېدل چې د نيش ولسوالۍ بازار ته څېرمه د پوځيانولاس ته ورغلل .
پوليس وايي چې د دغو جنګي وسايلو لېږډونکي د شپې له تورتم څخه په استفادې سره وتښتېدل.
په دغو جنګي وسايلو کې په لسګونوماينونه ،بمونه او يوه اندازه چاوديدونکي توکي شته .
ختم_ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته