امنیت

٤٣ تنه وسله وال طالبان په کندز کې ووژل شول .

کابل باختر دزمري يو ديرشمه :
٤٣ تنه وسله وال طالبان تيره شپه په کندز ولايت کې ووژل شول .
  دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويد سليم باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دکندز ولايت په خان اباد او اقتاش ولسواليو کې دکوماندو دځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
سليم زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ددښمن اويا کلک سنګرونه په دغه ولسوالۍ کې ويجاړ شوي دي او دوه تنه نور مخالفان نيول شوي دي او څه ناڅه  ددښمن شپيته ماينونه کشف اوله منځه تللي دي او ددښمن يوه اندازه تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته