اقتصاد

دنفتي توکو لومړنى چاڼځاى په حيرتانوکې پرانيستل شو

کابل باختر د مرغومي دويمه :
دافغانستان په شمال حيرتانو ښارګوټي کې د تيلو لومړنى چاڼځاى پرون په فعاليت پيل وکړ.
د تيلو ددغه چاڼځاى د مونتاژ کار څه موده مخکې بشپړ شوى و.
دغه چاڼځاى د غضنفر ګروپ له خوا د دوه ديرشو مليونو ډالرو په لګښت دبلخ ولايت دحيرتانو په بندرکې په فعاليت پيل کړى دى .
ددغه چاڼځاى د پرانيستلو په مراسموکې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت معين مزمل شينوارى، د بلخ والي عطامحمد نور، ددغه ولايت د دولتي ادارو رييسانو، د ولايتي شورا غړو، عالمانو، روحانيونو او په ولسي جرګه کې دبلخ ولايت دخلکو استازو ګډون کړى و.
دبلخ والي عطامحمدنور ددغه چاڼځاى فعاليت دنفتي توکو دوړاندې کولو په لاره کې يو مهم ګام وباله او ويې ويل: ددغه چاڼځاى په فعاليدو سره به هيوادوالو ته دنفتي توکو د خدمتونو په وړاندې کولو سربېره د ژوندانه د چاپيريال ساتنې دککړتيا مخه هم ونيول شي .
دغضنفرګروپ د شرکت رييس محمدابراهيم غضنفر باخترآژانس ته وويل: دغه چاڼځاى په کال کې د پنځه سوه زرو ټنو تيلو د چاڼولو ظرفيت لري  او لګښت يې دوه ديرشو مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلى دى.
د ده  دڅرګندونو له مخې: دغه چاڼځاى د پنځه ديرشو زرو ټنو تيلو ظرفيت لري او څلور سوه پنځوس تنه پکې په کار بوخت دي .
دغضنفر ګروپ د رييس دڅرګندونو له مخې: دغه چاڼځاى تيل او نفتي توکي په ستندرد اومعياري ډول چاڼوي او د چاڼ شويو تيلو او له نورو نفتي توکو څخه استفاده د ژوندانه د چاپيريال ساتنې دککړتيا مخه هم نيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته