ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٥ نيټه :        
دکابل ښار دپوهنې رياست پورې  اړوند  او دغه راز  دکابل ولايت  دولسواليو دليسو اوديني مدرسو دعمومي او متفرقه  دولسمو ټولګيو   د  ١٣٩٨ کال او   د تيرو کلونو د  استاد ذبيح الله  خان شهيد، استقلال ، الفتح ، آريانا افغان ترک ، آمنه فدوي ، بي بي عايشه  صديقه ، پوهاند صديق الله رښتين ، تاجورسلطانه،چهل دختران ، حضرت شمس المشايخ ، حکيم ناصر  خسروبلخي ، سيدالشهدا دهلکانو ،  دبي بي مهرو د هلکانو ، رحمان بابا ،  شهرک اميد سبز ، شهيد عبدالصبور فريد، عايشه دراني ، عبدالرحمن پژواک، عبدالرحيم شهيد ، عبدالروف بينوا ، عبدالهادي داوي ،  غازي ادې ،محمدشاه خان بابکر خيل ، غلام حيدرخان ، فاضل بيګ ، لامعه شهيد ،د احمدشاه بابامينې دنجونو، دآقاعلي شمس  افغان ترک دنجونو، دبي بي رابيا دنجونو، دتوتيا دنجونو، دچهلستون دنجونو، دده خدايداد نجونو، دده دانا دنجونو، رحمن مينې ،سپين کلي ، دسيدالشهدا دنجونو، دشيرينو او وحدت  ليسو ته  خبر ورکول کيږي  چې ددغو ليسو داوطلبان دې  د خپل دشموليت کارتونه  دپنجشنبه او  جمعې په ورځو   دچنګاښ دمياشتې په  ٧  او ٨ نيټه له خپلو ښوونځيو څخه ترلاسه کړي  او دشنبه او يکشنبه  په ورځو  د چنګاښ دمياشتې په ٩  او ١٠نيټه  بايو متريک  دمعلوماتو او  ثبت په خاطر دې په افشارو کې  دملکي خدمتونو انستيتوت  ته ورشي. دامتحان ځاى  د داوطلب په کارت کې  ليکل  شوى  اوپه ټاکلي وخت دې اړوندو پوهنتونونو ته مراجعه وکړي.
يادونه :  دکانکور دآزموينې له ټولو برخه والو څخه په جدي توګه غوښتنه کيږي چې دآزموينې په ورځ دې دمبايل ، مخابرې او دناريه او جاريه وسلو   او د هرراز الکترونيکي وسيلې له راوړلو څخه دې ډډه وکړي . له داوطلب څخه ددغو وسايلو دموندلو په صورت کې  که څه هم ورڅخه يې استفاده نه وي کړي دازموينو دلايحې له مخې  ازموينه يې باطله  اوداوطلب له ازموينې  څخه ايستل کيږي. او امنيتي مسوولينو ته معرفي کيږي.
دغه  راز له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کيږي چې د ازموينې په ورځ دې  دتابعيت دتذکرې اصل  تور خودکار قلم ، او دڅانګې دکود جدول  له  ځانه سره ولري.                                                                                                          
دلومړۍ دورې دآزموينې نيټه د چنګاش دمياشتې ١٤ نيټه دپنجشنبې  ورځ  ټاکل شوې ده  . 
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته