کابلباختر د غويي ٢٥ مــــــــه
دبادغيس ولايت د ولايتي شورا ديو غړي په ګډون اوو ه تنه په يوځانمرګي بريد کې ووژل شول.
درارسيدلو خبرو نو له مخې، دغه پيښه نن له غر مې مخکې هغه وخت رامنځته شوه چې امان الله د بادغيس ولايت په غور ماچ ولسوالۍ کې له يو شمير خلکو سره د هغوى دسيمه ييزو ستو نزو د حل کولو په باب خبرې کو لې .
د بادغيس ولايت د ملي امنيت يوه خبرځاى باختر اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې ٦ تنه نور هم ووژل شول اودپو ليسو ديوه سرتيري په ګډون اته تنه نورټپيان شول .
د غورماچ ولسوالۍ مشران اود بادغيس د ولايتي شورا غړى امان الله دسيمه ييزو ستونزو په باب دخبرو لپاره په يو درملتون کې راټول شوي وو چې چاود نه وشو ه .
دبادغيس دملي امنيت يوخبرځاي وايي چې طالبانو دغه چاوديدونکى تو کي ددغه درملتون ترشا ځاى پرځاى کړي وو.