امنیت

په لغمان کې وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د ثور يوولسمه :
وسله والو مخالفينو دلغمان ولايت په مربوطاتو کې بريد وکړ . چې له سختې ماتې سره مخامخ او درنه مرګ ژوبله ورته واوښته .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ وسله والو مخالفينو نن سهار دلغمان ولايت دالينګار ولسوالۍ  دکتل اودشهيد بابا په سيمه کې دسيمه ئيزو پوليسو په پوستو بريد وکړ چې دسيمه ئيزو پوليسو  له سخت مقاومت  سره مخامخ شول .
خبرځاى  وويل:د  ٢٠١ سيلاب قول اردو دلومړي پلي لوا ځواکونه د سيمه ئيزو پوليسو مرستې ته ورودانګل چې دجګړې له امله شپږ تنه وسله وال مخالفين  ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول چې ددوو  تنو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دى .
په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو او دسيمې خلکو ته زيان  نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته