سیاستخبرونهTOPټولنه

د کډوالو او راستنېدونوکو چارو وزارت مسلکي معین د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له رییس سره وکتل

کابل، د سلواغې ۳۰مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونوکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتونکو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي لیونارد زولو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د پخوانيو پروژو په برخه کې د وزارت او دغه کمېسیون ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په اړه خبرې وشوې.

مولوي عبدالرحمن راشد په دوه اړخیزه همکارۍ، د ژمنو په پوره کولو، د دواړو لوریو ترمنځ د باور په لا زیاتولو، د ستونزو په حل او له دغه کمېسیون څخه د خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ.

ورته مهال لیونارد زولو له دغه کمېسیون سره د دغه وزارت د همکارۍ او همغږۍ ستاینه وکړه او په راتلونکي کې یې هم له خپلو همکارانو سره په بېلابېلو برخو کې ددغې ادارې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته