کابل باختر د ثور څلورمه :
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو د دغه ولايت په مربوطاتو کې پنځه ماينونه کشف اوشنډ کړل .
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختراژانس ته وويل، دغه ماينونه د پښتون کوټ ولسوالۍ د دهن درې په سيمه او د لومړي لمبر لويې لارې په تګلوري کې کشف او شنډ کړى شوي دي .
ده زياته کړه،د دغو ماينونو په کشف او شنډولو سره په دغه ولايت کې د څو زړه بوږ نوونکو پېښو مخه ونيول شوه . د دولت وسله والو مخالفينو مخکې له دې د فارياب ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ماينونو په ښخولو سره په ملکي وګړو خونړي بريدونه کړي دي . ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ