امنیت

شپږ تنه دتروريستي فعاليتونو په تور په فارياب کې ونيول شول .

کابل باختر دوري نهمه :
دملي امنيت  دلوى رياست  موظفينو دطالبانو په ډلې پورې اړوند يوه شپږ کسيزه ډله تروريستان چې غوښتل يې په فارياب ولايت کې دجمهوري رياست دنوماندانو دانتخاباتي مبارزو په بهير کې په پراخو ځانمرګواو يرغليزو بريدونو لاس پورې کړي ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي  دفتر نن باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي .
دآقچې  ولسوالۍ اوسيدونکي عبدالستار  دخواجه سبز پوش  ولسوالۍ اوسيدونکي  غلام سخي ، دقيصارولسوالۍ  اوسيدونکي  اسرائيل ، دپښتون کوټ ولسوالۍ اوسيدونکي سيد عبدالبصير  دميمنې  ښار اوسيدونکي صبغت الله  او دفارياب ولايت دخواجه سبز پوش  ولسوالۍ اوسيدونکي رحمت الله نيول شوي او دتروريستانو په ډيپوګانوکې يوسلو پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، شپږ کلاشينکوفونه ، دوه ارپي جي _ ٧ توغندي او درې مخابرې ترلاسه شوي دي .
ددغو کسانو په نيول کيدو سره په فارياب ولايت کې دڅوخونړيو او زړه بوږ نوونکو تروريستي پيښو  مخه ونيول شوه .
دغه کسان په داسې حال کې نيول کيږي چې څو ورځې مخکې  دميمنې ښار  په سه شنبه بازار کې دځانمرګي بريد له امله دښځو او ماشومانو په ګډون زموږ يو شمير هيوادوال شهيدان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته