امنیت

په جلال آباد ښار کې چاودنه وشوه

کابل /دوږي ٣٠مه / باختر
څو شېبې وړاندې دهېواد او خلکودښمنانود جلال آباد ښار پنځمې ناحیې اړوند کابل هډې ته څېرمه د سرحدي ځواکونو چېک پاینټ ته نږدې دنهرپه غاړه چی خلکو لامبل ځاى ودخلکوله ګڼی ګوڼی څخه په استفادی سره په یوبایسکل کی ځای پرځای شوی ماین ته چاودنه ورکړی چی له امله یی یو تن سرحدي سرتیری او درې تنه ملکي وګړيبرسيرن ټپیان شوي دي.
ټپیان روغتون ته لېږدول شوی ، اوس مهال په سیمه کی امنیتی وضعیت نورمال ښودل شوی اوسرحدي ځواکونو خپل چک پاینت ته ادامه ورکړي ده.
دیادونی وړده چی وسله وال مخالفین دخلکوله ګڼی ګوڼی څخه استفاده کوي اوله ملکي وګړوڅخه دسپرپه توګه کاراخلي اوپه قصدی توګه زموږشریفواوولسونوته مرګ ژوبله اړوي ، ډار اووحشت خپروي.
بایدوویل شی چی طالبان او ټول تروریستان نه شی کولی د تاوتریخوالی په تر سره  کولوسره د راتلونکو ټولټاکونو لپاره د افغانستان د خلګو اراده ضعیفه کړی.پاى- ع

                                                       

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته