ښوونه او روزنه

د کانکور د آزموينې په بهير، اعتراض کوونکو ځوانانو په کاپيسا کې مظاهرې وکړې

کابل  باختردکب  دمياشتې  ١٥ :
په کاپيسا ولايت کې پرون د لوړو زده کړوپه موسسوکې د شموليت دکانکور د ازموينې په سلګونو تنو برخه والو مظاهرې وکړې.
دغه اعتراض کوونکي ادعا کوي چې په دې ازموينه کې دشفافيت نشتوالى ددې سبب شو چې دوى بې نتيجې پاتې شي .
يو اعتراض کوونکى باختراژانس ته وويل: د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت په ازموينه کې  بريالى نه شوم، بشپړتياري مې درلود اوله هغه چا سره  چې لوړې نمرې يې ترلاسه کړې دي؛ سيالۍ ته چمتو يم.
دکاپيساوالي جنرال محراب الدين  صافى وايي چې په دې باب د لوړو زده کړو وزارت له مقاماتوسره خبرې کوي.
په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت مقامات تينګارکوي چې دغه آزموينې په بشپړ شفافيت سره ترسره شوې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته