کابل/باختر/ د چنګاښ ۲۳ مه
په کندز کې پرون په سلو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
د کندز والي عبدالجبار نعيمي د باختر اژانس خبريال ته وويل چې يادې مرستې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلمې کاليزې په درشل کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې په سلوکورنيو ووېشل شوې .
د کندز والي د مرستو د وېشلو په وخت کې وويل، چې هر ځوان بايد د هېواد مشران او اتلان ځان ته بېلګې وګرځوي او هغه تګلوري چې هغوى د هېواد د خپلواکۍ، سمسورتيا، سولې او ثبات لپاره ټاکلې و، تقليد کړي او د جګړې د پاى ته رسولو او سولې اوثبات د ټينګښت په خاطر خپل ايماني مسووليت ادا کړي .
د يو بل خبرله مخې، په اته پنځوس کورنيو چې د وروستيو سيلاونو له امله د خان اباد ولسوالۍ د زرد کمر په کلي کې زيانمنې شوې وې ، غير خوراکي توکي ووېشل شول.
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل