امنیت

د بګرام په هوايي ډګر بريد شنډکړى شو

-کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
د پروان ولايت امنيتي مقامات وايي چې د بګرام په هوايي ډګر بريد شنډ کړى شو.
د پروان د امنيتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان انوري احمد د باختر آژانس خبريال ته وويل: يو تن چې د بګرام په هوايي ډګر يې د بريد نيت درلود؛ د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
احمدي زياته کړه چې د هېواد د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په بهيرکې څو تنه وسله وال طالبان ونيول شول او په هغوکې هغه سړى شامل دى چې غوښتل يې د بګرام په هوايي ډګر څو توغندي وتوغوي.
احمدي زياته کړه: دغوطالبانوڅو توغندي د دغه ولايت په مرکز پورې اړوند د توغ بردي سيمې ته ليږدولي و او غوښتل يې د بګرام په هوايي ډګر وتوغوي چې هدف ته له رسيدو مخکې ونيول شول.
ده زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو د ګډو عملياتو په بهيرکې په پروان ولايت کې د ياغيانو څو ستر پروګرامونه شنډ کړى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته