کابل باختر د غويي دمياشتې ٦ نيټه :
د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر پرون د روسیې فدراتیف جمهورت په سوچي ښار کې، د لوړ رتبه امنیتي چارواکو د دریم امنیتي کنفرانس په څنډه کې د ایران د ملي امنیت سلاکار ښاغلي علي شمخاني سره دوه اړخیزه لیدنه وکړه.
د ملي امنيت شورامطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې دواړو لورو په سیمه کې د روان امنیتي، سیاسي او اقتصادي حالت پر بیلابیلو اړخونوخبرې وکړې اود بهبود په موخه یې خپل نظرونه تبادله کړل.
د ملي امنیت سلاکار وویل، چې په سیمه کې ترهګریز فعالیتونه، د نشه یي توکو تولید او قاچاق او سازمان شوي جرمونه هغه ګواښونه دي، چې سیمې او نړۍ ته يې ستراتیژیک خطرونه متوجه کړی دي.
دملي امنیت سلاکار د ګډو ګواښونو د تعریف او له منځه وړلو په موخه د سیمې هېوادونه مشترکو او پرهدف ولاړو همکاریو ته را وبلل.
د ایران د ملي امنیت له سلاکار سره په کتنه کې ښاغلي اتمرد سولې په بهیر کې د ایران د سیاسي مشرتابه همکاري اړینه وبلله او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت د سیمې د ثبات له پاره اساسي حل لاره ده. دواړو لوروهمدارنګه د افغانستان او ایران ترمنځ پر سوداګریزو اواقتصادي اړیکو هم خبرې وکړې او له شته فرصتونو څخه یې د کاملې ګټې اخیستنې په موخه لازم تصمیمونه ونیول.
د ایران د ملي امنیت سلاکار ښاغلي علي شمخاني په سیمه کې د امنیتي او ترهګریزو ګواښوونو په اړه د ملي امنیت سلاکار اندیښنې پر ځای و بللې او د دې ګواښونو د له منځه وړلو په موخه یې د هیوادونو تر منځ د ګډو او منسجمو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. ښاغلي شمخاني همدارنګه وویل، چې هیواد یې چمتو دی، ترڅو داقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ زیاتې کړي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل