امنیت

د قهرسیلاب(۳)نمبر(۱۵)عملیاتو ددوام په ترڅ کی شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوی دی.

 کابل باخترد مرغومي دمياشتې١٣نيټه :
دقهرسیلاب (۳) نمبر (۱۵) په نامه ګډ جګړه يیزاوچاڼیزعملیات د۲۰۱ سیلاب قول اردو د دریمی پلی لوا په مشری د نورو امنیتی ځواکونو په ګډون دکاپیساولایت نجراب ولسوالی افغانیه دری اړونده سیمو کی دامنیت تینګښت، دوسلوالو طالبانو اوتروریستی  ډلو د ځپلواود جمهوری ریاست ټولټاکنو لپاره د زمینی برابرولوپه موخه دهوایی او توپچي ځواکونو په ملاتړ څه موده مخکې  پیل شوی چی په تیرو(۲۴) ساعتوکی یی  په وسله والوطالبانوباندی ځمکنی اوهوایی بریدونه تر سره کړی چی له امله یی شپږ  تنه وسله وال طالبان وژل شوی اود افغانیه دری (جر) قریی اړونده سیمی دوسله والوطالبانو او تروریستی ډلوله شتون څخه پاکی شوی دي ،                             دغه رازددغو عملیاتوپه بهير کی ٣ ډول ډول ماینونه د درییمی پلی لوا د ماین پاکولو ټیم له خوا کشف اوشنډ شوی دی. اودغه عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
د دغوعملیاتو په بهير کی ملی دفاعي امنیتی ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه  دی رسیدلی .                                                                                              پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته