کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٣ :
د ډاکتر عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاين په لسګونو تنو پلويانو نن دهغو کسانو د محاکمې غوښتنه وکړه چې د دوى په خبره د جمهوري رياست د دويم پړاو په انتخاباتوکې په تقلب لاس پورې کړى دى .
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې: دغو ښاريانو د کابل ښار په سړکونوکې په لاريون لاس پورې کړ ، له دولت څخه يې وغوښتل: هغه کسان چې د دوى په خبره دغبرګولي د مياشتې د ٢٤ مې نيټې د انتخاباتو په بهيرکې يې په تقلب لاس پورې کړى دى ، محاکمه کړي .
دوى د اميرخيل په استعفا قناعت نلري او د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د دارالانشا د پخواني رييس اميرخيل د تقلباتو د تعقيبولو غوښتنه يې وکړه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ