امنیت

دبګرام دجيل په يو مسوول دناوړه قصد نوي جزئيات

کابل باختر دتلي  شلمه
دبګرام دجيل يو مسوول دچاودنې له يوه ناوړه قصدڅخه روغ رمټ پاتي شو .
دبګرام دجيل دسياسي برخې قوماندان جنرال حاجي صفي نن کله چې غوښتل يې په يوه ديني مدرسه کې دبګړۍ تړلو په مراسمو کې ګډون وکړي دسپرلۍ په موټر کې  يې ماين وچاوديد .
ويل کېږي چې په دې پيښه کې دده درې تنه  ساتونکې  ټپيان شوي دي .
  دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ دټولۍ قوماندان  دويم څارن محمد قسيم باختر اژانس ته وويل  طالبانو په دې ماين  ښخولو سره غوښتل چې جنرال  صفي ترور کړي خو په دې پيښه کې ده ته زيان نه دى اوښتي .
ده تاييد کړه چې دبګرام دجيل ددغه قوماندان درې تنه ساتونکې په دي چاودنه کې  ټپيان شوي دي .
حاجي صفي  دبګرام دجيل دسياسي بنديانو دبرخې مسووليت په غاړه لري .
په همدي حال کې دکابل ښار دڅلور سوه بستريز روغتون داکتران ددغي پيښې  ديو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بولي .   
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته