سیاست

مشرانو جرګې د بودجې په باب خپلې نظريې د ماليې له وزير سره شريکې کړې

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢
د ماليې وزير اکليل حکيمي نن د ١٣٩٦ مالي کال د ملي بودجې په برخه کې د سناتورانو د نظريو او وړانديزونو د اوريدو لپاره د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ګډون وکړ .
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د مشرانو جرګې سناتور او د ملي بودجې د لا زيات اغيزمنتوب او ګټورتيا په لاره کې خپلې نظريې او وړانديزونه طرحه کړل چې د ماليې د وزير له خوا ځوابونه ورکړاى شول.
د ١٣٩٦ کال ملي بودجه د روان کال د لړم د مياشتې په ١٨نيټه د مشرانو جرګې عمومي مجلس ته وړاندې شوه او سناتورانو ته د ١٣٩٦ کال د عادي او پرمختيايي بودجې د برابرولو، د کورنيو او بهرنيو منابعو له لارې د بودجې د تمويل، د سترو ملي پروژو اغيزمنتوب او ګټورتيا، دايمي او انډوليږې اقتصادي ودې، کارموندلو، بودجوي واحدونو د لګښټ د ظرفيت ، کمو انکشاف موندلو ولايتونو ته د زياتې پاملرنې او د بودجې د بېلابېلو اړخونو په باب هر اړخيز او مفصل معلومات وړاندې شول.
ټاکل شوې ده د ماليې وزير په راتلوونکې اوونۍ کې د ١٣٩٦کال ملي بودجه په رسمي ډول د تصويب لپاره ولسي جرګې ته وړاندې کړي.
د يادونې وړ ده چې د هېواد ملي بودجه د اساسي قانون د ٩٧ او ٩٨ مادې له مخې د وزارتونو د نظريو او وړانديزونو له اخيستلو وروسته برابره شوې ده او د کابينې د غونډې له تاييد وروسته مشرانو جرګې او وروسته د تصويب لپاره ولسي جرګې ته وړاندې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته