امنیت

دوه تنه په هرات کې د جعلي پيسو د رواجولو په تور مجازات شول

کابل/ باختر / د کب د میاشتې ۱۳مه
دوه تنه د جعلي پيسو د رواجولو په تور د هرات د استيناف محکمې دعامه امنيت د ديوان له خوا په مجازاتو محکوم شول.
په هغې غونډه کې چې د هرات ولايت د استيناف محکمې د لوى رييس شمس الرحمن رئيس خيل په مشرۍ جوړه شوه؛ هريو په څلور، څلور کاله تنفيذي بند محکوم شول.
په دې غونډه کې دوسلو دقاچاقو، دنشه يي توکو دقاچاقو او د ممنوعه موټرو قضيې وڅيړل شوې چې تورن کسان دبند په سزا محکوم شول.
د دغو مجرمينو د تميزغوښتنې حق خوندي اعلام شو.
پاى  ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته