کابل باختر د سلواغې شپاړلسمه :
دداعش دډلې يوولس تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دهوايي بريد په بهير کې ووژل شول .
په دې بريد کې ددغې ډلې يوقوماندان سخت ټپي شوى دى .
درارسيدلو خبرونو له مخې : داعشيان داچين ولسوالۍ په يو پټنځي کې ديولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و چې پرې هوايي بريد وشو .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوجګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل :په دې بريد کې دداعش يوولس تنه غړي ووژل شول .
ده وويل :ددغې ډلې يو قوماندان په دې هوايي بريدکې سخت ټپي شوى دى .
دى وايي داعشيان په اچين ولسوالۍ کې په خپل پټنځي کې ديولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و چې دافغانستان دهوايي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو .
ويل کيږي په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل