کابل باختر دکب پنځه ويشتمه :
په نورستان ولايت کې پرون دملي پيوستون دپروګرام د ٤٦ ټولګټو پروژو کار بشپړ او ددغه ولايت يوشمير خلکو ددغو پروژو له اسانتياوو څخه ګټه واخيسته
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باختراژانس ته وويل : ددغو پروژو کار د ١٦ مليونو ٩٤٩ زرو افغانيو په لګښت ددغه ولايت په واما ، نورګرام او دواب ولسواليو کې بشپړ او دخلکو داستفادې وړګرځول شوي دي .
په دغو پروژو کې داوبو لګولو دکانالونوترميمول ، دڅښاک داوبو دشبکو دبريښنا بند او دسړکونو جوړول شامل دي .
ددغو پروژو دکار په بهير کې د ١٢١٦ تنو ماهرو او غير ماهرو کارکوونکو ته دکار زمينه برابره شوې وه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ