امنیت

شل طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۵مه / باختر
شل وسله وال طالبان پرون مازيګر په بدخشان کې ووژل شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري باختر آژانس ته وويل چې د بدخشان د شهدا لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال د مرستيال په ګډون ٢٠ وسله وال طالبان د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.
نظري زياته کړه چې په دغو بريدونو کې د مشهور قومندان مقصودالله په ګډون ٢٠نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى ۶ موټر او جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته