کابل باختردکب دمياشتې ٣ :
د هېوادپه ځينو ولايتونوکې د افغان او ناټو دځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
د آيساف دځواکونوپه خبرپاڼه کې چې باخترآژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوى دى: پنځلس تنه وسله وال مخالفين په لغمان ولايت کې وژل شوي دي چې په وژل شويو کسانوکې د طالبانو يو قوماندان قاري الماس هم شامل دى.
خبرپاڼه زياتوي چې دغو ځواکونو د غزني ، لوګر او د هلمندپه ولايتونو کې هم لس تنه وسله وال مخالفين هم وژلي دي .
دغه راز په دې عملياتو کې يوه زياته اندازه مهمات او ډول ډول وسلې هم ترلاسه شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ