کابل باختر د لړم نهه ويشتمه :
دکاپيسا ولايت پوليسو څلور تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نيولي دي.
دکاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان د غير قانوني وسلو د لرلو او د دغه ولايت د بابا علي کلي په بازارکې د مقناطيسي ماينونوپه چاودنوکې د لاس لرلو په تور له يوې اندازې جنګي وسايلو سره د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
اميني زياته کړه: دغه کسان د امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله د کاپيسا ښار په محمود راقي کې نيول شوي دي او په لومړنيو تحقيقاتوکې يې اعتراف کړى چې په څو پيښوکې يې لاس لرله .
1 د یوې دقیقې څخه لږ