ټولنه

خبـــــــــرتيا

کابل / د وږي ۳۰ مه / باختر د کاري رژيم په اړه د کار او ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا! د ۱۳۹۹ هـ لمريز کال په دويمو شپږو مياشتو کې د (دولتي، مرکزي او ولايتي ادارو د کارکوونکو) د کار د پيل او پاى رژيم په لاندې ډول تنظيم شوی دی: له شنبې تر چهارشنبې: د کار پيل د سهار (۸:۳۰) او د کار پاى د غرمې له ١٢بجو څخه له غرمې وروسته تر يوې بجې پورې د لمانځه د اداکولو او ډوډۍ خوړلو لپاره د يو ساعت ځنډ په پام کې نيولو سره له غرمې وروسته (٣:٣٠). د پنجشنبې په ورځو کې: د کار پيل د سهار په (٨:٣٠) او د کار پاى له غرمې وروسته (١:٣٠). توليدي، خدماتي او د دايمي فعالو برخو موسسې، نشراتي، روغتيايي، پوهنې او د لوړو زده کړه موسسې دې د کار وختونه د کار د خصوصياتو، اقليمي شرايطو او د اړوندو لايحو او مقررو په پام کې نيولو او په اوونۍ کې د ٣٥ ساعتونو کار په رعايتولو سره، د کال په دويمو شپږو مياشتو کې د خپلو کارکوونکو د کار پيل او پاى رژيم تنظيم کړي. پاى / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته