ټولنه

په روزګان کې ۲۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ترينکوټ باخترد وږي د میاشتې ۱ اوله
په روزګان ولایت کې د کرنې او اوبولګولو وزارت له خوا د څه پاسه پنځلس میليونو افغانيو په لګښت ۲۸ شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د روزګان والي محمد نذیر خروټي باختر اژانس ته وویل چې دغه پروژې د خلکو د تشویق په موخه پر کار اچول شوې ،څو خلک یي په ارزښت پوه شي.
په ورته وخت کې د روزګان د کرنې او اوبو لګولو ریاست مشر زلمي الکو وویل:  هره شنه خونه ۳۴ متره اوږدوالی او ۹ متره عرض لري.
د الکو په وینا دغو بزګرانو ته د سبو اصلاح شوي تخمونه، د ښو حاصلاتو اخیستلو لپاره کیمیاوي درمل او نور اړین وسایل هم ورکول کیږي.
د شنې خونې څښتن سید ګل شاه هم د شنو خونو پر جوړيدو خوښي وښوده او زیاته يې کړه چې د دغو خونو په مټ به وکولای شي چې د نورو هیوادونو څخه د سبو د واردولو اړتیا کمه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته