سیاست

د هالند سفير کندز ته سفر وکړ

کندز باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
په افغانستان کې د هالند د شاهي هېواد سفير نن د کندز له والي سره له کتنې وروسته د دغه ولايت د پوهنتون حقوقي کلينيک پرانست.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د کندز والي اسدالله عمرخيل په افغانستان کې د هالند د شاهي هېواد له سفير  جفري فان ليون سره په کتنه کې د دغه ولايت په بېلابېلو برخوکې د هالند د شاهي هېواد د کړو وړو له امله قدرداني وکړه .
د کندز والي د هالند له سفير څخه وغوښتل چې د کندز ولايت د استيناف محکمې رياست او جيل ته چې نوي ودانيو ته زياته اړتيا لري، دفترونه جوړ کړي.
جفري فان ليون په دې کتنه کې وويل چې د هالند شاهي هېواد به تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې په افغانستان کې د بنسټونو د بيا جوړولو او د قانون د واکمنۍ په برخه کې ١٢ميليونه يورو ولګوي.
دغه راز د کندز والي د هالند د شاهي هېواد له سفير سره دکندز پوهنتون  حقوقي کلينيک چې پخوا  جوړ شوى و، پرانست.
د يادونې وړ ده چې د کندز پوهنتون حقوقي کلينيک د هالند هېواد په مالي مرسته له يوه سالون، پنځو خونو او پخلنځي سره د يو جريب ځمکې په ساحه کې  جوړشوى دى.
پاى  ذکرالله ؛ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته