سیاست

دکورنيوچارووزيردقندهارولايت له قومي مشرانوسره وکتل.

کابل باختر د ثور يو ديرشمه
د کورنیو چارو وزیر پوهنمل ستر پاسوال غلام مجتبی پتنګ د خپل کار په دفتر کې د قندهار ولایت له قومي مشرانو او استازو سره په یاد ولایت کې د شته امنیتي ننګونو په موخه وکتل.
دکورنيوچارووزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې لومړی د کندهار ولایت څخه راغلو قومي مشرانو او استازو په دغه ولایت کې د شته امنیتي ننګونو په اړه  د کورنیو چارو وزیر ته معلومات ورکړل ویې ویل د قندهارولایت خلک له خپلوملی پولیسو اونوروامنیتی ارګانونوسره په همغږی کی د سولی اوامنیت په تامينولوکی پوره ونډه لري.دوی زیاته کړه چی د قندهارولسونه د امنیت اود قانون پلی کولوپه ډګرکی، د کورنیو چارووزارت د هڅواوزیارستاینه کوي .
وروسته د کورنیو چارو وزیر پوهنمل ستر پاسوال غلام مجتبی پتنګ د قندهار ولایت څخه راغلو قومي مشرانو او استازو څخه مننه وکړه ویې ویل دا چې د امنیت په ټینګښت کې د قومونو او ولسونو رول تر هرڅه لومړیتوب لري نو موږ به په خپل ټول وس او توان او د ولسونو په ګډې همکارۍ سره د امنیت په ټینګښت کې لا نور کوټلي ګامونه پورته کړو ترڅو د بري او پرمختګ په لور چټک ګامونه پورته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته