امنیت

دوسله والو طالبانو څلور تنه سيمه ييز قوماندانان په قندهار ولايت کې ونيول شول.

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٣ :
دوسله والو طالبانو څلور تنه سيمه ييز قوماندانان  په قندهار ولايت کې ونيول شول.
دقندهار ولايت  په پنجوايي  ولسوالۍ کې  دامنيتي  ځواکونو دعملياتو په بهيرکې  دوسله والو طالبانو دډلې څلور تنه سيمه ييز قوماندانان ونيول شول.
دقندهار  دوالي ويندوى  جاويد فيصل  باختراژانس ته وويل: دغه کسان دپنجوايي ولسوالۍ په کرندى ساحه کې ددوى په پټنځاى کې ونيول شول.
دخبرځاى  دڅرگندونوله مخې،   ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه جنګي وسايل  هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ديادونې  وړ ده  چې ددغو عملياتو په بهيرکې امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته