امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې په ميدان وردګو کې ووژل شو .

-کابل باختر دوږي  شپاړلسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان له  دريو  تنو افرادو سره يې تيره شپه دميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې ووژل شو .
  دميدان وردګو ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند نقيب  اميني  باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دميدان وردګو ولايت  دنرخ ولسوالۍ دمارخانې په ساحه کې دبي پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې ووژل شول .
په وژل شويو کسانو کې دوسله والو طالبانو دډلې سيمه ئيز قوماندان مولوي فريد هم شامل دى .
اميني زياته کړه چې په دې هوايي بريد کې درې تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته