امنیت

دهېواد په ځينو برخو دپاکستاني پوځيانو نوي راکټي بريدونه .

کابل باختر د  وري  شپاړلسمه :
دهېواد دختيځ په ځينو سيموکې دپاکستاني پوځيانو راکټي او دټوپونو بريدونه له اته څلويښتو ساعتونو وروسته يوځل بيا پيل شول
په نوي موردو کې په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دنورستان ، ننګرهار او کونړ  دولايتونو ځينې سيمې  دراکټي بريدونو ډګر و خو ويل کيږي دغه نوي بريدونه دسرزيانونه نه لري .
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپاکستاني پوځيانو په نويو راکټي بريدونو او دټوپونو په ډزو کې چاته زيان نه دى اوښتى .
ده وويل پاکستان له څو کلونو  راپديخوا  دهيواد  په ختيځ کې دديورنډ په کرښې  په راکټي بريدونوسره غواړي دغه سيمې  تشې کړي چې دتروريزم ځالې  له هېواد ځخه يې افغانستان ته ولېږدوي .
دپاکستان پوځيانو  راکټي بريدونه او دتوپونو ډزې   څه ناڅه  شپږ کاله مخکې پيل شوي او دهېواد  ختيځ  ددغو بريدونو ډګر دى .
دغه بريدونه ددې سبب شوى دى چې په زرګونو کورنيو له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړې شي
تراوسه پورې  دپاکستاني پوځيانو له خوا ددغو راکټي بريدونو دبندولولپاره دافغانستان  دمقاماتو هلوځلو کومه نتيجه نه ده ورکړې .   ختم_ عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته