کابل باختر دوري اوه ويشتمه
دلغمان ولايت د قرغيوولسوالۍ دمحکمې رييس نن دناپيژندل شويو کسانو د ډزو له امله ووژل شو .
په امين الحق نن سهار په داسي حال کې چې دخپل موټر په سپرلۍ دکونړ له ولايت څخه دجلال اباد ښار ته روان و دننګرهار ولايت دښيوي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دناپيژندل شويو کسانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شو .
د ننګرهار دوالي ويندوى احمد ضيا عبدالزي دغه پيښه تاييدوي او وايې چې ددغه بريد دعاملينو دپيژندلو لپاره څيړنې پيل شوي دي .
امين الحق پخوا دجلال اباد دښار ې محکمې رييس هم وو .
دننګرهار دوالي ويندوى وايي چي تراوسه پورې له وخت څخه مخکې دي چي وسله وال طالبان ددغه بريد عاملين وبولي .