امنیت

حامدکرزي دافغانستان په امريکايي پوهنتون بريد وغانده .

کابل باختر د وږي څلورمه :
دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي دافغانستان په امريکايي  پوهنتون تروريستي بريد چې له امله يې ددغه پوهنتون يوشمير استادانو محصلانو او ساتوونکو ته مرګ ژوبله واوښته ، وغانده .
دپخواني جمهور رييس دفتر باختراژانس  ته خبرورکړ. حامدکرزي دغه ناروا او نه بخښوونکى عمل دافغانستان دعلم پوهې او ترقۍ  ددښمنانو کار  او دټولو بشري اصولو او موازينو پرخلاف وباله .
پخواني جمهور رييس دغه راز زياته کړه: دافغانستان  دخلکو دښمنان په تعليمي او تحصيلي مرکزونو ددغه شان بريدونو په ترسره کولو سره غواړي زموږ همکاران له تعليم او تحصيل څخه بې برخې کړي خو بايد په دې پوه شي چې افغان ميړني ځوانان به هيڅکله  دعلم او پوهې له زده کړې څخه لاس وانه خلي او په اوچتو  ګامونو او قوي ارادې سره به له نن ورځې  څخه دښې سبا او ددغه هېواد دځلانده راتلوونکي په لاره کې ګام واخلي .
  حامدکرزي  دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ددغې زړه بوږ نوونکي پيښې شهيدانو ته دفردوس جنت کورنيو ته يې دجميل صبر او ټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته