کابل باختر دلړم څليرويشتمه :
د ناټو د نفتي توکو يو ټانکر دکابل _ پروان په لويه لاره کې د چاودنې له امله وسوځيد .
چاودنه پرون ماښام هغه وخت وشوه چې د ناټودتيلو دليږدونې يو ټانکرچې دافغانستان له شمال څخه پايتخت ته روان و؛ وشوه .
دپروان د امنيې قوماندانۍ ويندوى محمد سليم باخترآژانس ته وويل: ددغې چاودنې له امله ټانکر له منځه تللى دى او د سر زيان نه دى رامنځته شوى.
دپروان دپوليسو ويندوى وايي چې چاودنه دمقناطيسي ماين زيږنده وه چې په ټانکرکې لګول شوى و .
د افغانستان دشمال په لويه لاره کې د ناټو د نفتي توکو پرکاروانونو بريدونه په وروستيو کلونوکې زيات شوي دي .
درې ورځې مخکې امنيتي ځواکونو په پروان ولايت کې څلور تنه وسله وال طالبان چې دشمال په لويه لاره کې د ناټو د تيلوپه کاروانونو د بريد سازمان ورکوونکي پيژندل کيدل؛ ونيول.
0 1 دقیقه لوستل