نړۍ

ايران او چين ته دمصر دجمهور رييس دراتلوونکي اوونۍ سفر

پيکينګ ورلدنيوز د وږي دمياشتې  ٢ :
دمصر جمهوررييس  محمدمرسي به دچين د جمهوررييس هوجين تاو په بلنه  په  راتلوونکي اوونۍ کې دچين پايتخت بيجينګ ښارته سفروکړي.
دچين دبهرنيو چارو وزارت نن اعلام وکړ چې چين ته دمصر دجمهوررييس  دوه ورځنۍ سفر به  دوږي دمياشتې په  اوومه نيټه وشي .
دمصر جمهوررييس پخوا دچين او افريقا دهمکاريو پنځم کنفرانس ته چې  دروان  کال دزمري دمياشتې په پاى  کې په بيجينګ  کې جوړه شوه بلل شوى و چې په هغه کنفرانس کې يې ګډون ونه کړ اودهغه پيغام دمصر دبهرنيو چارو دوزير  محمدکامل عمر له خوا کنفرانس ته ولوستل شو.
ټاکل شوې ده محمدمرسي  دناپيلتوب غورځنګ په شپاړلسمه  کنفرانس کې  چې دوږي دمياشتې له پنځمې نيټې څخه تر لسمې نيټې پورې دايران په کوربه توب په تهران کې  جوړيږي ايران ته سفروکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته