امنیت

په کندهار کې دچاودنې له امله څلور تنه ووژل شول .

کابل باختر د کب اوولسمه

 دهغي چاودنې له امله چې څو شيبي مخکې دکندهار ولايت  دسپين بولدک  په سرحدي ساحه کې  وشوه  څلور تنه ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول .

  چاوديدونکي توکي  په يوموترسايکل کې  ايښودل شوي و .

 دکندهار دوالي ويندوى  زلمي ايوبي  له باختر اژانس سره  په تيلفوني اړيکه کې وويل  دغه پيښه  هغه وخت  وشوه  چې په چاوديدونکو توکوبار يو موټرسايکل  دکندهار ولايت  دسپين بولدک  په ويش سيمه کې  وچاوديد او له امله يي  ديو ماشوم او ديوې ښځې په  ګډون څلور تنه ووژل شول او ديوسرحدي پوليس  په ګډون نهه تنه نور ټپيان شول .

 يوه اړونده خبرځاى وويل ددغې پيښې  ټول قربانيان  ملکي وګړي دي او دويش  بازار  سيمه  دسپين بولدک يوه ګڼ ميشته سيمه ده .

  خبرځاى زياته کړه  چې دپيښې ټپيان دکندهار روغتون ته ليږول شوي دي  او دروغتون دچارواکو دڅرګندونو له مخې دپيښې د ټپيانو روغتيايي حالت  خراب بلل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته