امنیت

د کندهار ولايتي اداره په لرې پرتو سيموکې د خدماتو د وړاندې کولو هوډ لري

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢١:
د کندهار والي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د ترهګرو تر نفوذ لاندې سیمو کې د امنیتي هڅو له لارې حالات دې ته چمتو کړي چې ولايتي اداره خپل ولس ته اړین خدمات او پرمختيايي پروژې ورسوي.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي دا څرګندونې د نن سهار په امنيتي غونډه کې چې په ولايت مقام کې جوړه شوې وه، وکړې.
په دې غونډه کې په والي سربېره د ملي پوليسو د سوېلي زون د قوماندانۍ مرستيال مل پاسوال محمدويس صديقي، د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي، د ملي امنيت د رياست مرستيال او د امنيتي ځواکونو يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړی و.
د کندهار والي وويل: په لرې پرتو ولسواليوکې د ځينو هغو سيمو اوسېدونکي چې د وسله والو ترهګرو تر نفوذ لاندې دي، له تعليمي، روغتيايي او اقتصادي خدماتو څخه بې برخي دي.
ده زياته کړه: وسله والو ترهګرو تر خپل نفوذ لاندې سيمو اوسېدونکي نه يوازې له پرمختيايي خدماتو څخه بې برخي کړي، بلکې له هر ډول پرمختګ څخه يې راګرځولي دي.
ده زياته کړه: د کومو سيمو اوسېدونکي چې د ترهګرو له نفوذ څخه خلاصي دي، په امن کې ژوند کوي او دولت هڅه کوي چې هلته لازم خدمات وړاندې کړي او د ژوند کچه يې لوړه کړي.
والي وويل: د دې لپاره چې ولايتي اداره خپلو ګرانو هېوادوالو ته په ښه ډول لازم خدمات ورسوي، اړینه ده چې امنیتي ځواکونه د امنیتي هڅو په لاډېرولو دې ته زمینه برابره کړي چې دا ډول سیمو ته له یوې خوا خدمات ورسيږي او له بلې خوا یې په پوره خوندي کېدو نورو سیمو ته د اغېز رسېدو اندېښنه هم له منځه ولاړه شي.
د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر رحمت الله اطرافي وويل چې تېره اوونۍ يې دوه وسله وال ترهګر نيولي، يو موټرسايکل يې سوځولی او ۸ بېلابېل ماينونه يې کشف او شنډ کړي دي.
اطرافي زياته کړه چې ملي پوليسو تېره اوونۍ په چاودېدونکو توکو ډکې ۲۰ کيلويي ډبې، يوه مخابره او يوه تومانچه لاسته راوړې ده.
دى وايي چې ۶۰۶ ګرامه هيرويين يې نيولي او ۶ تنه روږدي کسان يې د درملنې په مرکزکې تداوي کړي دي.
د دريمې لوا د ارکان رئيس ډګروال غلام حضرت وايي چې تېره اوونۍ يې ۱۱ بېلابېل ماينونه کشف او شنډ کړي او ۵ مېزايل يې لاسته راوړي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته