امنیت

د ملي امنیت شورا غونډې پر امنیتي موافقه لیک او د مشورتي لویې جرګې لپاره پر چمتوالي بحث وکړ

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٢٦ مه:
د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د هېواد جمهوررئیس لومړی د کابل په ښارکې هغه وروستي تروریستي برید چې زموږ د یو شمېرهېودوالو د شهادت او ټپي کېدو سبب شو،  په کلکه وغانده.
حامدکرزي وویل چې د افغانستان د سولې او پرمختګ دښمنانو د مشورتي لویې جرګې د جوړیدو په درشل کې پر یو بل نه بخښوونکي جنایت لاس پورې کړ.
د ملي امنیت شورا د هېواد د امنیتي ارګانونو پر چارواکو باندې ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې او امنیت د دښمنانو د توطیو د شنډولو لپاره دې  په دقت او په خپلو کې په لاډیرې همغږۍ  سره ، لا ډیر امنیتي تدبیرونه او اقدامات ترلاس لاندې ونیسي.
همدا راز د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا له امریکایي موظف پلاوي سره د امنیتي تړون په مسوده کې د درج شوې یوې مهمې ملي مسئلې په اړه چې تر اوسه پورې د اختلاف وړ او نهایي شوې نه ده، د افغانستان د جمهوررئیس د پرونیو مذاکرو د څرنګوالي په اړه د ملي امنیت شورا د غونډې ګډون کوونکو ته لازم معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په بله برخه کې د چارو د ادارې او د وزیرانو شورا د دارالانشا رئیس ډاکترمحمد صادق مدبر د مشورتي لویې جرګې د جوړیدو په اړه د وروستیو نیول شویو اداري تدبیرونو په اړه غونډې ته رپوټ وړاندې کړ، زیاته یې کړه چې له سبا څخه په جرګه کې د ګډون کوونکو استازو د نوم لیکنې پړوا پیل کیږي.
د ملي امنیت شورا غونډه د دولتي لوړ پوړو چارواکو په شمول د مشورتي لویې جرګې له ټولو ګډون کوونکو څخه صمیمانه هیله کوي چې د مشورتي لویې جرګې د کار د روند د امنیت د لا ټینګښت لپاره له موظفو امنیتي ځواکونو سره د وضع شویو امنیتي اصولو او  مقرراتو د رعایت او پلي کېدو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د ملي امنیت شورا غونډې د عاشورا د مراسمو د امنیت د ټینګښت په لاره کې د افغان امنیتي ځواکونو همکارۍ او هڅې وستایلې او په دې اړه یې د افغان امنیتي ځواکونو له پرسونل څخه مننه او قدرداني وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته