کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ٢
دوه تنه وسله وال طالبان نن د روزګان ولايت په يو واټ کې دماين دښخولو په وخت کې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول دغو طالبانو کله يې چې غوښتل د دهراود ولسوالۍ په يو واټ کې ماين ښخ کړي دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شول .
د روزګان ولايت دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان دباختر اژانس خبريال ته وويل : د ده افراد سيمې دخلکو په همکارۍ ماين ښخوونکو طالبانو ته ځير شول او په هغوى يې ډزې وکړې .
2 د یوې دقیقې څخه لږ