امنیت

څوتنه ياغيان ووژل شول

کابل باختردتلي دمياشتې  ٣ :
په قندهار ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې څوتنه ياغيان ووژل شول او په لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول.
دغه عمليات نن سهارد ژيړۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دافغان اوناټو دځواکونو له خوا ترسره شول .
ناټو ديوې خبر پاڼې په خپريدو سره وايي: ددغو عملياتو په بهير کې څو تنه ياغي طالبان ووژل شول او له هغوى څخه په لسګونو کيلوګرامه هيروئين ترلاسه شوى دى.
ويل کيږي چې دغه عمليات ددغوياغيانو دقوماندان دنيولو لپاره ترسره
شوى وو،  خو دى ددغې پيښې په بهيرکې په ساحه کې حاضر نه و اوددغو عملياتو په بهيرکې دياغي طالبانو په لسګونو جنګي وسايل هم ترلاسه شوى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته